د شینډنډ کانالونو د جوړولو چارې تر تخنیکي څارنې لاندې روانې دي
۱۴۴۸/۱/۲۸
د هرات ولایت د شینډنډ ولسوالۍ د معارف سړک شمالي کانال او د ښاروالۍ ریاست ودانۍ سویلي کانال د جوړولو له روانو چارو تخنیکي څارنه وشوه.
د څارنې پر مهال د کانال د اوسپنې تړلو، د تل کانکریټ اچولو، کیندنې او ځمکې ټینګولو چارې وکتل شوې او د پروژې تطبیقوونکي شرکت مسؤلینو ته لازمې تخنیکي لارښوونې وشوې.
تخنیکي پلاوي ټینګار وکړ چې د کانکریټ اچولو پر مهال دې د نقشو له مخې د کانال میلان، د ساختماني موادو کیفیت، د رپونکي ماشین کارونه او د کانکریټ ساتنې چارې په معیاري ډول ترسره شي.
همدارنګه د پروژې مسؤلینو ته سپارښتنه وشوه چې چارې د قرارداد، تخنیکي معیارونو او ټاکلي مهالوېش له مخې په لوړ کیفیت او چټکۍ سره بشپړې کړي.
د یادونې وړ ده، چې د دغو کانالونو د جوړېدو چارې به د اوبو د منظم مدیریت او د سیمې د ښاري اسانتیاوو په ښه والي کې مهم رول ولري.
