د تخار ولایت د تالقان ښار د ستراتیژیک پلان د بیاکتنې طرحه د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر له لوري لاسلیک او منظور شوه
۱۴۴۸/۱/۲۳
د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني له لوري د تخار ولایت د تالقان ښار د ستراتیژیک پلان د بیاکتنې طرحه تر دقیقې ارزونې وروسته لاسلیک او منظور شوه.
یاده طرحه، د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري مطالعاتو او ملي جامع پلانونو ریاست د تخنیکي ټیم له لوري، د تالقان ښار د ښاري پراختیا، د غیرمعیاري پراختیا د مخنیوي او د راتلونکې ښاري ودې د مدیریت په موخه، د اړوندو ادارو په همغږۍ ترتیب شوې ده.
د تخنیکي مطالعاتو له مخې، د تالقان ښار د ستراتیژیک پلان د بیاکتنې په ترڅ کې د ښار د راتلونکې پراختیا لپاره د ښاري اړتیاوو، نفوسو ودې او د کرنیزو ځمکو د ساتنې په پام کې نیولو سره په شمالي، سویلي او ختیځو برخو کې ځانګړي او زونبندي شوی دی، ترڅو د ښار د افقي پراختیا مخنیوی وشي او د ځمکو اغېزمنه کارونه ترسره شي.
همدارنګه په دې طرحه کې، د راتلونکو کلونو لپاره د ښار د نفوسو تراکم د مدیریت، د اقتصادي او ټولنیزو فعالیتونو د اساسي محورونو، د ښاري چارو د تنظیم او د فرعي اقتصادي مرکزونو د تثبیت لپاره لازمې تخنیکي لارښوونې په پام کې نیول شوې دي.
د یادونې وړ ده، چې د تالقان ښار د ستراتیژیک پلان د بیاکتنې طرحه له بشپړ تشریحي راپور سره یوځای ترتیب شوې او د نافذه قوانینو او مقرراتو له مخې به، د راتلونکو تفصیلي او تطبیقي پلانونو د چمتو کولو بنسټ وګرځي.
