د سترې محکمې د مرکزي منسوبینو د استوګنیزو کورونو د جوړولو له پروژې څخه تخنیکي څارنه ترسره شوه
۱۴۴۸/۱/۲۳
د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت کنټرول او د ښاري سرغړونو د مخنیوي لوی ریاست اړوند، د ودانیزو او بنسټیزو پروژو د تطبیق د څارنې ریاست تخنیکي ټیم د دوامدارو تخنیکي څارنو په لړ کې، د کابل ښار د اوومې ناحیې د جنګلک په سیمه کې د سترې محکمې د مرکزي منسوبینو لپاره د استوګنیزو کورونو د جوړولو له پروژې څخه ساحوي تخنیکي څارنه ترسره کړه.
د څارنې پر مهال د کورونو د داخلي دېوالونو د پلستر کولو، د سړک غاړې ودانیو د دویم پوړ د خښتو اېښودلو، د لومړي پوړ د کړکیو د نصب او د اوبو رسولو شبکې د پایپونو د غځولو چارې له نږدې وارزول شوې.
د تخنیکي څارنې پر مهال ساحوي انجینرانو ته د قرارداد د تخنیکي اسنادو، ملي او نړیوالو معیارونو او د کار د خوندیتوب اصولو سره سم لازمې سپارښتنې وشوې، ترڅو د پروژې چارې په ټاکل شویو تخنیکي معیارونو او مطلوب کیفیت سره پر مخ ولاړې شي.
