فراه کې پر ۳۹ کډوالو کورنیو د سولر برېښنا د تجهیزاتو وېش ترسره شو
۱۴۴۸/۱/۲۰
د فراه ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست په همغږۍ او د اړوندې کمېټې په حضور کې هغو ۳۹ کډوالو کورنیو ته د سولر برېښنا تجهیزات ووېشل شول، چې تر دې وړاندې ورته د دایمي مېشتېدنې په موخه د استوګنیزو ځمکو نمرې وېشل شوې وې.
په دې مرسته کې هرې کورنۍ ته یوه ۱۰۰ امپېره بېټرۍ، یو ۱۰۰۰ واټه برېښنا تولیدوونکی او یوه ۱۰۰ واټه سولري تخته ورکړل شوه، ترڅو د برېښنا د نشتوالي ستونزې راکمې او د هغوی د ژوند لومړنۍ اړتیاوې تر یوه بریده پوره شي.
د دغو مرستو موخه د راستنېدونکو او کډوالو کورنیو د ژوند د شرایطو ښه کول او د هغوی د لومړنیو خدمتونو د برابرولو ملاتړ دی.
له مرستې برخمنو کورنیو د یادو مرستو هرکلی وکړ او د ورته پروګرامونو د دوام غوښتنه یې وکړه.
