د کابل ښار د استقلال ښارګوټي د ۱۴۶ اپارتمانونو د پاتې چارو له پروژې څخه تخنیکي نظارت ترسره شو
۱۴۴۸/۱/۱۹
د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو ته د رسېدنې او د پروژو د تطبیق د عمومي ریاست اړوند، د ودانیزو او زیربنایي پروژو د تطبیق د څارنې ریاست تخنیکي ټیم د کابل ښار اتمې ناحیې کې د استقلال ښارګوټي د ۱۴۶ اپارتمانونو د پاتې ودانیزو چارو له پروژې څخه تخنیکي ساحوي نظارت ترسره کړ.
د نظارت پر مهال د پروژې روانې او مخکینۍ ترسره شوې چارې، د قرارداد، تخنیکي مشخصاتو او د ودانیزو معیارونو له مخې وارزول شوې، همدارنګه د کار کیفیت، د تخنیکي اصولو رعایت او د اجراآتو بهیر له نږدې وڅارل شو.
یاده پروژه ۱۳ شپږ پوړیز بلاکونه لري، چې مالي لګښت یې د مالیې وزارت له بودجې تمویلېږي او د یوه قراردادي شرکت له لوري یې د تطبیق چارې روانې دي.
د نظارت په پای کې ساحوي انجینرانو ته د قرارداد، ملي او نړیوالو تخنیکي معیارونو او د کاري خوندیتوب د اصولو د رعایت په اړه لازمې سپارښتنې او تخنیکي لارښوونې وړاندې شوې.
