د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې د سره میاشت ښارګوټي له ودانیزو چارو څخه نظارت ترسره شو
۱۴۴۸/۱/۱۶
د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت کنټرول او د ښاري سرغړونو ته د رسېدنې لوی ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم د کابل ښار پنځمې ناحیې د سره میاشت ښارګوټي له ودانیزو چارو څخه ساحوي نظارت ترسره کړ.
د څارنې پر مهال څرګنده شوه چې په یاده ساحه کې د پخوا ورکړل شوو سپارښتنو سره سره ځینې ساختماني فعالیتونه بیا پیل شوي وو، چې له امله یې د نافذه ښاري اصولو او مقرراتو خلاف کړنې ثبت شوې.
د تخنیکي ټیم له لوري یادې سرغړونې ودرول شوې او اړوندې ساحې مهرلاک شوې. همدارنګه د متخلفینو لېست ترتیب او د هغوی په اړه د قانوني اجراآتو د ترسره کېدو لپاره لازم اقدامات پیل شول.
یاد نظارت د ښار د تصویب شویو پلانونو مطابق د ودانیزو چارو د تطبیق او د ښاري سرغړونو د مخنیوي په موخه ترسره شو.
