د کابل ښار په څلورمه ناحیه کې د تایمني تعدیلي پروژې له ساحې څخه د ښاري سرغړونو په اړه نظارت ترسره شو
۱۴۴۸/۱/۱۶
د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت کنټرول او د ښاري سرغړونو ته د رسېدنې لوی ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم د خپلو دوامداره نظارتي برنامو په لړ کې د کابل ښار د څلورمې ناحیې اړوند سیمو څخه څارنه وکړه.
یاد نظارت د تایمني تعدیلي پروژې په ساحه کې، د لومړي سړک څخه تر دویم سړک پورې د کیڼ لوري په امتداد ترسره شو.
د تخنیکي ټیم د موندنو له مخې، په یاده ساحه کې ځینې داسې ودانیز فعالیتونه تر سترګو شول چې د نافذه قوانینو، تصویب شویو ښاري پلانونو او د ګاونډیو د حریمونو د احتمالي نقض نښې پکې لیدل کېدې، په ځانګړې توګه د غیرقانوني کړکیو جوړولو موارد تر څارنې لاندې ونیول شول.
همدارنګه له هغو مالکینو څخه چې د خپلو پروژو اړوند رسمي اسناد، جوازونه او مدارک یې نه وو وړاندې کړي، غوښتنه وشوه چې خپل اسناد د ښاري سرغړونو ته د رسېدنې ریاست ته تسلیم کړي، ترڅو له دقیقې ارزونې او د تصویب شویو پلانونو سره د مطابقت له تثبیت وروسته، د هر ډول سرغړونې په صورت کې قانوني اجراآت ترسره شي.
د یاد نظارت موخه د ودانیزو چارو د ښاري پلانونو مطابق تطبیق، د زیاتې تراکم مخنیوی، د ښاري بې نظمۍ د رامنځته کېدو مخنیوی، د ګاونډیتوب د حقونو او حریم ساتنه، د ودانیزو چارو د کیفیت لوړول او د ښاري مدیریت ښه والی بلل شوی دی.
دا ډول نظارتونه به د ریاست د مشرتابه د هدایت له مخې په دوامداره او هدفمنده توګه د کابل ښار په ټولو ناحیو کې جاري وي، او د هر ډول سرغړونې په وړاندې به د نافذه قوانینو مطابق لازم اجراآت ترسره شي.
