غزني ښار د ښاري سرغړونو ټیم له لوري د سړې خونې د جوړولو له بهیر څخه نظارت ترسره شو
۱۴۴۸/۱/۷
د غزني ولایت د ښاري سرغړونو ته د رسېدنې ټیم د څلورمې ناحیې اړوند د ده خدایداد په سیمه کې، د غزني ـ پکتیکا سړک تر څنګ، د میوو د سړې خونې د جوړولو له بهیر څخه نظارت ترسره کړ.
د نظارت پر مهال څرګنده شوه چې د یادې سړې خونې د جوړولو چارې تازه پیل شوې وې او ساختماني فعالیتونه په عادي ډول جریان درلود.
همدارنګه د یادې ودانۍ مالک د غزني ښاروالۍ ریاست له لوري صادر شوی قانوني امر له ځانه سره درلود، چې د هغې په رڼا کې د چارو دوام ترسره کېده.
د ښاري سرغړونو د مخنیوي په موخه د ټیم له لوري اړین تخنیکي او قانوني ارزونې ترسره شوې، څو د ښاري اصولو مطابق د ودانیزو چارو د تطبیق ډاډ ترلاسه شي.
