د هرات ولایت د اوبې ولسوالۍ د محکمې ودانۍ د رغنیزو چارو د اړتیاوو لومړنۍ ارزونه ترسره شوه
۱۴۴۸/۱/۷
د هرات ولایت د اوبې ولسوالۍ د محکمې ودانۍ د رغنیزو چارو د اړتیاوو د تشخیص په موخه لومړنۍ سروي او ارزونه ترسره شوه.
یاده ارزونه د اړوندو مکتوبونو پر بنسټ د کور او ښار جوړولو ریاست د تخنیکي ټیم او د اړوندې ادارې د استازو له لوري ترسره شوه، چې په ترڅ کې د ودانۍ له بېلابېلو برخو څخه لیدنه وشوه او د رغنیزو چارو اړوند اړتیاوې وارزول شوې.
د سروي موخه د ودانۍ د فزیکي وضعیت ارزونه، د زیانمنو شویو برخو تشخیص، د بیړنیو رغنیزو اړتیاوو معلومول او د کارکوونکو لپاره د مناسب کاري چاپېریال د برابرولو په موخه د اړینو معلوماتو راټولول وو.
د ارزونې پر مهال د ساحې اړوند اندازهګیرۍ، انځورونه او تخنیکي معلومات راټول شول، څو د راتلونکو تخنیکي او اجرایي پړاوونو لپاره لازم چمتووالی ونیول شي.
ټاکل شوې ده چې د راټولو شویو معلوماتو له ارزونې وروسته به د ودانۍ د رغنیزو او بیارغونې چارو اړوند راتلونکې چارې ترسره شي.
