د هرات ښار ماسټرپلان د تخنیکي او قانوني پړاوونو له بشپړېدو وروسته د منظورۍ لپاره د ریاسةالوزراء محترم عالي مقام ته وړاندې شو
۱۴۴۸/۱/۶
د کور او ښار جوړولو وزارت له لوري، د هرات ښار نوی ماسټرپلان د هر اړخیزو تخنیکي مطالعاتو، امکان سنجونې، ساحوي ارزونو او د ښاري پراختیا د اړتیاوو او ظرفیتونو له بشپړې څېړنې وروسته ترتیب او د وروستۍ منظورۍ لپاره د ا.ا.ا د ریاسة الوزراء محترم عالي مقام ته وړاندې شو.
یاد ماسټرپلان د کور او ښار جوړولو وزارت د ملي جامع پلانونو او ښاري مطالعاتو ریاست د متخصصینو او تخنیکي کارپوهانو له لوري، د هرات ولایت مقام، د کور او ښار جوړولو ریاست او د هرات ښاروالۍ په نږدې همغږۍ چمتو شو.
دغه پلان په وزارت کې، له تخنیکي او قانوني پړاونو بشپړولو وروسته د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیبالله حیات حقاني له لوري تائید شو.
د هرات ښار ماسټرپلان د څو میاشتو تخصصي کار، تخنیکي مطالعاتو او د ښار د اوسنیو او راتلونکو اړتیاوو د ارزونې پایله ده.
دا سند د هرات ښار د ښاري پراختیا تر ټولو مهم ستراتیژیک چوکاټ بلل کېږي، چې د لنډمهال، منځمهال او اوږدمهال پرمختګ مسیر ټاکي او د ښاري پراختیا د اغېزمن مدیریت لپاره بنسټیزه زمینه برابروي.
په دې ماسټرپلان کې د هرات ښار اوسني او راتلونکي اړتیاوې په بېلابېلو برخو کې په پام کې نیول شوې دي، چې په کې د بېلابېلو تراکمونو استوګنیزې سیمې، سوداګریزې ساحې، مختلطې سیمې، صنعتي، اداري، تعلیمي، روغتیايي، لوژستیکي، تفریحي او کرنیزې ساحې، د ښاري ترانسپورټ شبکې، شنې سیمې او همدارنګه تاریخي او فرهنګي ساحې شاملې دي.
د کور او ښار جوړولو وزارت رهبري، د دې سترې طرحې پر اهمیت ټینګار وکړ او هیله یې څرګنده کړه، چې د هرات د نوي ماسټرپلان عملي کېدل به د اقتصادي ودې، د کورنیو او بهرنیو پانګونو د جذب، د کاري فرصتونو د رامنځته کېدو، د ښاري زیربناوو د پراختیا او د هېواد د مهم فرهنګي، تاریخي او اقتصادي مرکز په توګه د هرات د مقام د لا پیاوړتیا لامل شي.
د یادونې وړ ده، چې د هرات ښار ماسټرپلان به د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله تعالی له وروستۍ منظورۍ وروسته د دې ولایت د ښاري پراختیا رسمي سند وګرځي او په راتلونکو کلونو کې به د زیربنایي او پراختیایي پروژو د پلان جوړولو او تطبیق بنسټ تشکیل کړي.
