د کندهار ولایت په یوولسمه ناحیه کې د ښاري تخلفاتو د مخنیوي په موخه نظارت ترسره شو
۱۴۴۷/۱۲/۲۸
د کندهار ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د کیفیت د کنټرول او د ښاري تخلفاتو د مخنیوي مدیریت تخنیکي ټیم د ریاست د کندهار ښار د یوولسمې ناحیې اړوند د عینو مېنې ښارګوټي څخه نظارت ترسره کړ.
د نظارت پر مهال څرګنده شوه چې د مرکزي پارک په یوه برخه کې د هوټل د جوړولو چارې او همدارنګه په شنه ساحه کې د یوې درمل جوړونې فابریکې ودانیز کارونه روان وو.
د ښاري اصولو او نافذه مقرراتو د سرغړونې له امله د یادو پروژو ټولې ودانیزې چارې ودرول شوې.
همدارنګه اړوندو ادارو او قراردادي شرکت ته د کار د درولو او د ودانیزو فعالیتونو د ځنډولو په موخه رسمي مکتوبونه واستول شول، ترڅو تر وروستۍ ارزونې او قانوني پرېکړې پورې په ساحه کې هېڅ ډول ساختماني فعالیت تر سره نه شي.
