د هلمند ولایت د یتیمانو ښارګوټي د ودانیزو چارو څخه نظارت ترسره شو
۱۴۴۷/۱۲/۱۸
د هلمند ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم د یتیمانو ښارګوټي د ودانیزو چارو څخه تخنیکي نظارت او څارنه ترسره کړه.
د نظارت پر مهال څرګنده شوه چې د پروژې په بېلابېلو برخو کې د استوګنیزو ودانیو د پایو قالب تړل، پلسترکاري، خښتکاري، کیندنې، د احاطوي دېوالونو د بلوک کارۍ او رنګمالۍ چارې په هممهاله توګه روانې دي.
د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم د پروژې روانې چارې له نږدې وڅارلې او د کار د کیفیت د ښه والي او معیاري تطبیق په موخه یې ساحوي انجینر ته لازمې تخنیکي سپارښتنې وړاندې کړې.
د پروژې ټولې چارې به د منل شوو تخنیکي او انجینري معیارونو له مخې پرمخ یووړل شي، ترڅو د ښارګوټي ودانیزې چارې په مطلوب کیفیت او ټاکلي مهالویش بشپړې شي.
