کندهار کې د ارغنداب ولسوالۍ د کانکریټي ویالو د جوړولو له چارو تخنیکي نظارت ترسره شو
۱۴۴۷/۱۲/۱۴
د کندهار ولایت د ښاري تخلفاتو د مخنیوي او د پروژو د تطبیق د نظارت عمومي مدیریت تخنیکي ټیم، د ارغنداب ولسوالۍ اړوند د کانکریټي ویالو د جوړولو له روانو چارو څخه نظارت ترسره کړ.
د نظارت په ترڅ کې د پروژې ځینې تخنیکي نیمګړتیاوې په نښه شوې او قراردادي شرکت ته سپارښتنه وشوه چې د یادو نواقصو د اصلاح لپاره جدي اقدامات ترسره کړي. همداراز ټینګار وشو چې د کانکریټ د اچولو پر مهال دې له ویبرېټر څخه استفاده وشي، کانکریټو ته دې دوامداره اوبه ورکړل شي او د کار په جریان کې دې جغل په سمه توګه پاک شي.
همداراز د قراردادي شرکت انجنیر ته هدایت ورکړل شو چې ټولې چارې د قرارداد، او منظور شوې نقشې مطابق ترسره کړي.
د ښاري تخلفاتو د مخنیوي او د پروژو د تطبیق د نظارت عمومي مدیریت وایي، د یادې پروژې څارنه به د کیفیت د لوړوالي او د تخنیکي معیارونو د رعایت په موخه دوام ولري.
