کابل کې د خاکجبار ولسوالۍ د مهاجرینو ښارګوټي خط اچونه تر سره شوه
۱۴۴۷/۱۲/۰۸
د کابل ولایت د خاکجبار ولسوالۍ اړوند د مهاجرینو ښارګوټي د خط اچونې عملي چارې پیل شوې، چې موخه یې راستنېدونکو او زیانمنو شویو مهاجرو کورنیو ته د مناسب استوګنځای برابرول او د اړمنو کورنیو ملاتړ دی.
یاده پروژه په شاوخوا ۳۰۰۰ جریبه ځمکه کې تطبیقېږي، چې د چمتو شوي تفصیلي پلان له مخې پکې ۴۶۵۲ استوګنیزې نمرې په پام کې نیول شوې او د عملي تطبیق لپاره بشپړ چمتووالی ورته نیول شوی دی.
د دې ښارګوټي تطبیق به د منظم ښاري جوړښت، بنسټیزو اسانتیاوو او د معیاري استوګنې چاپېریال د رامنځته کولو په برخه کې مهم ګام ثابت شي، او هڅه کېږي چې چارې یې د منظور شوو تخنیکي پلانونو او ښاري معیارونو مطابق پرمخ یووړل شي.
