د ۱۴۰۴ کال په ترڅ کې د کور او ښار جوړولو وزارت د مهمو اجراآتو او لاسته راوړنو لنډیز
د ۱۴۰۴ کال په ترڅ کې د کور او ښار جوړولو وزارت د مهمو اجراآتو او لاسته راوړنو لنډیز
د کور جوړولو برخه:
• د کابل ښار د نیله باغ پروژه، چې د کور او ښار جوړولو وزارت له مهمو او لویو پروژو څخه ده، تر ۶۰ سلنې زیات کارونه یې بشپړ شوي دي.
په دې پروژه کې شاوخوا ۶۰۰ تنه کارګران په بېلابېلو برخو کې کار کوي.
• د کابل – بګرام سړک د جوړولو چارې پیل شوې، یاده پروژه رسماً پرانیستل شوې او عملي کارونه یې جریان لري. دا سړک د نوي کابل ښار له مهمو سړکونو څخه شمېرل کېږي او یو مهم شریان ګڼل کېږي.
• د پنځم مکروریان استوګنیزې پروژې بیا پیل: د دغې پروژې د پاتې کارونه بیا پیل شول او تېرو له شپږو میاشتو راهیسې شاوخوا ۷۰ سلنه پرمختګ یې کړی دی. تر اوسه ۱۵۰ اپارتمانونه بشپړ شوي دي او د VIP بلاکونو چارې هم په چټکۍ سره روانې دي.
• د کابل په پنځمه ناحیه خوشحال خان مېنې کې د قطري پروژې د عملي چارو دوام:
د لومړي فاز کارونه بشپړ شوي دي، چې په کې درې استوګنیز بلاکونه، دوه ښوونځي، یو جومات، د ملا امام کور او د اودسونو ځای شامل دي.
هڅه کېږي چې دا پروژه ژر تر ژره ګټې اخیستنې ته وسپارل شي او د دوهم فاز چارې هم پیل شي.
د تهیه مسکن د ۲ بلاک د جوړولو مدیریت: یاده پروژه په یوه بلاک کې د ۹۶ اپارتمانونو څخه جوړېږي، چې فزیکي چارو یې شاوخوا (۸۰) سلنه پرمختګ کړی دی او د بشپړولو او ګټې اخیستنې لپاره هڅې روانې دي.
• د رحمان مېنې پروژې مدیریت (کارته نو): د دې پروژې کار مخکې په ۱۳۹۲ کال کې پیل شوی و، خو د ځمکې د حقوقي ستونزو له امله پروژه په ټپه ولاړه وه، چې له نېکه مرغه ځمکه یې امارتي تثبیت شوه او د پروژې د بیا پیل هڅې روانې شوې. دمګړۍ یې اداري او تخنیکي چارې شاوخوا ۵۰ سلنه بشپړې شوې دي.
• د نوي کابل ښار د پراختیا په موخه له څو پراختیایي شرکتونو سره تړونونه لاسلیک شوي دي او عملي کارونه په ساحه کې روان دي.
• د فراه ولایت په مهاجرینو ښارګوټي کې د ۱۰۸ بابه شلټرونو د جوړولو پروژه، چې د الغرافه خیریه مؤسسې له لوري تمویل شوه، بشپړه او روان کال ووېشل شوه.
لاندې پروژې هم بشپړې شوې دي، چې عبارت دي له:
• د کار او ټولنیزو چارو وزارت د روزنتون (پرورشګاه) د ودانۍ جوړول.
• د اتومي انرژۍ د ۱۸ خونیزې ودانۍ جوړول.
• د لوګر ولایت د استیناف څارنوالۍ ریاست اداري ودانۍ.
• د احکامو او فرامینو د تعقیب عمومي ریاست اړوند درې بلاکونو الحاقيې ودانۍ جوړول.
• د کندهار ولایت د استیناف څارنوالۍ ریاست اداري ودانۍ.
• د کاپیسا ولایت د ولایت مقام د اداري ریاست ودانۍ.
د امارتي ملکیتونو د ښاري ساحو تشخیص په لاندې ډول بشپړ شوی دی:
- د قُرغ غر د قلعه قاضي ۱ ساحه: د کابل ښار د شپږمې ناحیې اړوند.
- د قُرغ غر د قلعه قاضي ۲ ساحه: د کابل ښار د دیارلسمې ناحیې اړوند.
- د چهلستون ۱ ساحه: د کابل ښار د اوومې ناحیې اړوند.
- د چهلستون ۲ ساحه: د کابل ښار د اوومې ناحیې اړوند.
- د قلعچه خمدان ساحه: د کابل ښار د اتمې ناحیې اړوند.
- د تره خېل ۳ ساحه: د کابل ښار د اتلسمې ناحیې اړوند.
- د تره خېل ۴ ساحه: د کابل ښار د نهمې ناحیې اړوند.
- د ګل محمد کلي ساحه: د کابل ښار د نولسمې ناحیې اړوند.
- د ده سبز خاص ساحه: د کابل ښار د نولسمې ناحیې اړوند، د بابې کلي ته نږدې.
- د ښاري پلانونو د طرحې او ترتیب برخه:
- په ۱۴۰۴ کال کې په ټولیز ډول (۵۱) ښاري پلانونه، چې په کې ماسټر پلانونه، ستراتیژیک پلانونه، تفصیلي پلانونه، د بهسازي او بیا تنظیم پلانونه او د زیربنایي شبکو پلانونه شامل دي، طرح او ترتیب شوي دي:
• د کابل نوي ښار ماسټر پلان د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله له لوري منظور شوی دی.
• د کابل نوي ښار ساختاري پلان د محترم رئیسالوزراء له لوري منظور شوی دی.
• د دوو پراختیايي شرکتونو (اوکسین اریانا او رسول مصیر) تفصیلي پلانونه د کور او ښار جوړولو وزارت له لوري ویزه او منظور شوي دي.
• د خوست ښار ماسټر پلان طرحه او ترتیب بشپړ شوی دی.
• د میدان ښار (میدان وردګ ولایت) د ستراتیژیک پلان بیاکتنه بشپړه شوې ده.
• د لوګر ولایت د پلعلم ښار ماسټر پلان طرحه او ترتیب بشپړ شوی دی.
• د غزني ولایت د غزني ښار د ستراتیژیک پلان بیاکتنه بشپړه شوې ده.
• د کونړ ولایت د اسعدآباد ښار د ستراتیژیک پلان بیاکتنه بشپړه شوې ده.
• د فراه ولایت د فراه ښار د ستراتیژیک پلان بیاکتنه بشپړه شوې ده.
• د هلمند ولایت د لښکرګاه ښار د ستراتیژیک پلان بیاکتنه بشپړه شوې ده.
• د مزارشریف او هرات ښارونو د ماسټر پلانونو بیاکتنه جریان لري.
• د فراه او هلمند ښارونو د ستراتیژیک پلانونو بیاکتنه جریان لري.
• د نیمروز ولایت د غرغري ولسوالۍ د ستراتیژیک پلان طرحه او ترتیب، له زرنج ښار څخه غرغري ولسوالۍ ته د محلي ادارو د انتقال په موخه، جریان لري.
د تفصیلي پلانونو برخه: (ښارګوټي، پارکونه او نورې ساحې)
لاندې د پارکونو، ښارګوټو او بېلابېلو ساحو تفصیلي پلانونه طرح او ترتیب شوي دي:
• د لوګر ولایت د محمد آغه صنعتي پارک تفصیلي پلان
• د میدان وردګو ولایت د کوتل تخت صنعتي پارک تفصیلي پلان
• د غزني ولایت صنعتي پارک تفصیلي پلان
• د هرات ولایت د ګذره ولسوالۍ صنعتي پارک تفصیلي پلان
• د لغمان ولایت د دوشي ولسوالۍ د چهار باغ ساحې تفصیلي پلان
• د فراه ولایت د شیخ ابونصر فراهي بند د تېلو د زېرمتون (ذخیرې) تفصیلي پلان
• د کابل ولایت د چهلدختران ساحې انکشافي پلان
• د پکتیا ولایت د مهاجرینو ښارګوټي د سړکونو د جوړولو پلان
• د بامیان ولایت د یکاولنګ، ورس، پنجاب او سیغان ولسوالیو نوي تفصیلي او ستراتیژیک پلانونه
• د بادغیس ولایت د غورماچ ولسوالۍ اصلاحي او تعدیلي تفصیلي پلان
• د ننګرهار ولایت د تورخم نوي بازار تفصیلي پلان
- د ځمکو د بهسازي او بیا تنظیم پلانونه:
• د بلخ ولایت مزارشریف ښار په (عزیزآباد علیا د پنځمې ناحیې، د یخدان گذر د دوهمې ناحیې او د کلکین گذر د لومړۍ ناحیې) کې د ځمکو تنظیم او بیا تنظیم پلان جوړونه بشپړه شوې ده.
• د فراه ښار د عسکرآباد غیرپلاني ساحې لپاره تخنیکي، ټولنیز او اقتصادي سروې ترسره شوې. - همدارنګه د چاریکار ښار د زاړه ښار لپاره د پلان د ترتیب ساحه ټاکل شوې ده.
- د زیربنایي پلانونو برخه:
لاندې ساحو کې د زیربنایي پلان جوړونه بشپړه شوې ده:
• د کابل ښار د نهمې ناحیې یکهتوت او پل پاچا ساحه
• د کابل ښار د پنځلسمې ناحیې وزیرآباد
• د کابل ښار د دولسمې ناحیې درې ساحې
• د کابل ښار د شپاړسمې ناحیې ده خدای داد
• د کابل ښار د پنځلسمې ناحیې وزیرآباد (دویمه ساحه)
• د کابل ښار د پنځمې ناحیې قرغه بند
• د کابل ښار د دوه ویشتمې ناحیې (شیوه کي) ساحه
- د ښاري پلانونو، شبکو او مهاجرینو ښارګوټو برخه:
- د زیربنایي شبکو پلانونه په لاندې ښارګوټو کې طرح او ډیزاین شوي دي:
• د بامیان ولایت د بند کوسه د اوبو رسولو او فاضلاب شبکو ودانیز پلان
• د میدان وردګ ولایت د اداري اصلاحاتو ښارګوټي د کانالیزاسیون شبکه
• د میدان وردګ ولایت د جنوبختیځ شنو ساحو د اوبو لګولو شبکې پلان
• د میدان وردګ ولایت د داود خان ښارګوټي د زیربنایي شبکو پلان
• د کندهار ولایت د دامان د مهاجرینو ښارګوټي (دوهم فاز) د اوبو رسولو شبکه
• د بامیان ولایت د اژدر مهاجرینو ښارګوټي د روشنایي شبکه
• د ارزګان ولایت د مهاجرینو ښارګوټي د برېښنا او روشنایي شبکه
- (د ښاري مطالعاتو ترسره شوې ساحې (:
په بېلابېلو ناحیو او سیمو کې د ښاري مطالعاتو او سروې چارې ترسره شوې دي، چې د ځمکو مساحتونه هم په کې ثبت شوي دي، لکه: قلعچه خمدان، دو سوه فامیلی، کارته نو، یکهتوت، شینه، بند قرغه، خواجه بغرا، ده خداداد، بت خاک او د قُرغ غر لمنې په شمول مختلفې ساحې. - د مهاجرینو ښارګوټو برخه:
- لاندې د مهاجرینو ښارګوټو تفصیلي پلانونه طرح شوي دي:
• د کندهار ژېړۍ ولسوالۍ اړوند ښارګوټی
• د کندهار تخته پل ولسوالۍ اړوند ښارګوټی
• د ارزګان ترینکوت ښار اړوند ښارګوټی
• د بلخ ولایت د مولانا جلالالدین بلخي ښارګوټی
• د کونړ ولایت د خاص کونړولسوالۍ اړوند ښارګوټی
• د سمنګان ولایت د حضرت سلطان ښارګوټی
• د زابل مرکز ښارګوټی
• د لغمان ولایت د باباصاحب ښارګوټی
• د کابل ارغندي ښارګوټی
• د ننګرهار د بهسود ښارګوټی
• د دایکندي د مرکز اړوند ښارګوټی
• د لوګر مرکز اړوند (دوهم فاز) ښارګوټی - د ځمکې هوارولو او تطبیق برخه:
- د مهاجرینو په ښارګوټو کې د ځمکو هوارول، سړک جوړول او جغل اچول په لاندې سیمو کې ترسره شوي او ځینې یې جریان لري:
پکتیا رباط، بامیان اژدر، کندهار دامان (لومړی او دوهم فاز)، تخته پل او ژېړی، هلمند واشېر، کندز ارچي او چهاردره، ترینکوت، خاص کونړ، فاریاب دولتآباد، هرات مرکز، زابل مرکز، لغمان شمکت، ننګرهار رودات او بهسود، او بلخ نهرشاهی. - عمومي لاسته راوړنې
- • د ۱۶ ولایتونو په کچه د مهاجرینو ښارګوټو زیربنایي پلانونه طرح شوي دي.
• د برېښنا، روشنایي او امنیتي کامرو سیستمونه په ځینو ښارګوټو کې ډیزاین شوي دي.
• د ګریډنګ او ځمکو هوارولو پلانونه په څو ولایتونو کې بشپړ شوي دي.
• د زرګونو راستنېدونکو مهاجرینو لپاره د استوګنیزو نمراتو وېش ترسره شوی او دوام لري. - د توپوګرافۍ او سروې برخه:
- په لاندې ساحو کې د توپوګرافي او نقشو جوړولو چارې ترسره شوې دي:
بدخشان کشم، کابل لتهبند، سرپُل انگشته، پکتیا ډنډپټان، پکتیا ځاځي اریوب، کابل پل شینه او خپله د شینې ساحه، لوګر مهاجرینو ښارګوټی، کاپیسا صیاد، کندز دشت ارچي، کندهار ارغندي، لغمان ګمبیري، بلخ حیرتان، هرات اسلام قلعه، کابل ملي بس، تخار، خوست، پروان او ځینې نورې ساحې. - همدارنګه د کابل نوي ښار د روغتون کمپلکس، پنجشېر ولایت کې حوادثو ته د چمتوالي ادارې ودانۍ، او د نورو مهمو دولتي پروژو لپاره هم توپوګرافیکې سروې ترسره شوې دي.
- د ښاري نظارت برخه:
- په سلګونو ساختماني پروژې په مرکز او ولایتونو کې نظارت شوي دي.
- د غیرقانوني ودانیزو چارو او له ۱۶۰۰ څخه زیات د ښاري سرغړونو مخنیوی شوی دی.
• په څو ښارګوټو کې د غیرقانوني فعالیت مخنیوی شوی او اصلاحي اقدامات ترسره شوي دي.
- د ودانیزو نقشو د ډیزاین برخه:
- د کور او ښار جوړولو وزارت له لوري د مرکز او ولایتونو په کچه د بېلابېلو دولتي او عامه تاسیساتو ګڼ شمېر ودانیزې نقشې طرح او ډیزاین شوې دي، چې له ډلې یې لاندې مهمې پروژې یادېږي:
• د کابل – کندهار پر لویه لاره د یو شمېر جوماتونو مهندسي ډیزاین
• د هرات ولایت د اسلامقلعه لابراتوار، او د پنجشیر ولایت د ښوونې او روزنې، زراعت او جیولوژۍ پوهنځیو ودانیز ډیزاین
• د کابل ښار کې د ګڼې ګوڼې ساحو لپاره د درې سوه کسیز جومات او ملحقاتو ډیزاین ( اودس ځای، د اوبو لوړه ذخیره او احاطوي دېوال)
• د محمد علي جناح روغتون د ۶۰۰ کسیز جومات طرحه
• د جهادي مدارسو لپاره د دارالحدیث، ۱۵۰۰ او ۳۰۰۰ کسیزو جوماتونو او ملحقاتو مهندسۍ طرحې.
• د کابل ښار د ۱۵مې ناحیې لپاره ۵۵۰ کسیز جومات
• د شیخ زاید ښارګوټي د ښوونځي درې پوړیزه ودانۍ (۳۰ صنفي)
• د میدان وردګ ولایت د ترمینل، دروازې، ګارد خونې او ګارد ټاورونو ډیزاین.
• د افغان پُست ادارې پنځه پوړیزه تجارتي ودانۍ (کارته نو)
• د هرات اسلامقلعه لابراتوار او د کندهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ودانۍ
- همدارنګه لاندې مهمې مهندسي طرحې هم ترسره شوې دي:
• د جهادي مدارسو لپاره لیلیه، مېلمستون، نانوایي، ګدام او اداري–استوګنیزې ودانۍ
• د کاپیسا ولایت جمنازیوم ډیزاین
• د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې د تیپیک ودانیو طرحه او ډیزاین
• د پکتیا ولایت زرمت ولسوالۍ د الفتح جومات او دارالایتام خاتمالنبیین (ص) د برېښنا قوي او ضعیفو شبکو ډیزاین
• د فراه ولایت د ابو نصر فراهی اداري کمپلکس، د کندز د دشت ارچي محکمې، او د هرات اسلامقلعه بندر جوماتونو بشپړې انجنیري نقشې.
• د انرژۍ اتمي ادارې د ۱۸ اطاقه ودانۍ د هوا رسولو او تودوخې د سیستم ډیزاین.
• د اوبو د زېرمو، امنیتي برجونو، ګارډ خونو او اړوندو ملحقاتو مهندسي طرحې.
