په خوست ولایت کې د راستنېدونکو مهاجرو لپاره د استوګنیزو نمرو د خط اچونې چارې بشپړې شوې
۱۴۴۷/۱۱/۳۰
د خوست ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست انجینري او تخنیکي ټیم له لوري، د راستنېدونکو مهاجرو د دایمي مېشتېدنې په موخه د استوګنیزو نمرو د خط اچونې چارې بشپړې شوې.
د شپږو کاري ورځو په جریان کې د ۱۶۸۳ استوګنیزو نمرو خط اچونه ترسره او اړوندې تخنیکي چارې تنظیم شوې دي، څو د راستنېدونکو کورنیو لپاره د منظمې استوګنې زمینه برابره شي.
د یادونې وړ ده چې د راستنېدونکو مهاجرو لپاره د استوګنیزو ښارګوټو جوړول او د ځمکو د وېش پروسه د منظم ښاري پراختیا، د بې سرپناه کورنیو د اسکان او د ژوند د لومړنیو اسانتیاوو د برابرولو په موخه په بېلابېلو ولایتونو کې دوام لري.
