په میدان وردګ کې د ودانیزو پروژو او ښاري سرغړونو څخه څارنه ترسره شوه
۱۴۴۷/۱۱/۳۰
د میدان وردګ ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د پروژو د نظارت او ښاري سرغړونو ته د رسېدنې تخنیکي ټیم له لوري د سیدآباد ولسوالۍ د مسجد شریف له روانو ودانیزو چارو او همداراز د میدان ښار اړوند له یو شمېر ښارګوټو څخه ساحوي څارنه ترسره شوه.
د څارنې پر مهال د مسجد شریف د بېلابېلو ساختماني برخو چارې د منظور شوو نقشو او تخنیکي معیارونو مطابق روانې وبلل شوې او د کار د کیفیت د لا ښه والي په موخه لازمې سپارښتنې وشوې.
همداراز، د اصلاحات اداري او کوچیانو ښارګوټو په ځینو ساحو کې هغه ودانیز فعالیتونه ودرول شول چې د تفصیلي پلان خلاف په پارکونو او شنو ساحو کې ترسره کېدل.
مسؤلینو ټینګار کړی، چې د ښاري نظم د ساتنې او د غیرقانوني ودانیزو چارو د مخنیوي لپاره به تخنیکي څارنې دوام ولري.
