په پنجوایي ولسوالۍ کې د زندان د ودانیزو چارو تخنیکي څارنه ترسره شوه
1447/11/29
د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم له لوري د کندهار ولایت د پنجوایي ولسوالۍ اړوند د زندان د ودانیزې پروژې له روانو ساختماني چارو څخه ساحوي تخنیکي څارنه ترسره شوه.
د پنجوایي ولسوالۍ د زندان د ودانیزې پروژې د څارنې پر مهال د بېلابېلو بلاکونو ځینې ساختماني چارې بشپړې او یو شمېر نورې چارې روانې وې.
همداراز د اداري بلاک اړوند تخنیکي موضوعات وارزول شول او د پروژې د لا ښه تطبیق لپاره قراردادي شرکت او ساحوي انجینرانو ته لازمې تخنیکي سپارښتنې او لارښوونې وشوې، څو ټولې چارې د منظور شوو نقشو، قرارداد او انجینري معیارونو مطابق ترسره شي.
د زندانونو د ودانیزو پروژو تخنیکي څارنه د معیاري ساختماني چارو، د امنیتي تاسیساتو د کیفیت د تضمین او د پروژو د منظم تطبیق لپاره مهمه ګڼل کېږي، چې په دې برخه کې دوامداره تخنیکي ارزونه او همغږي اړینه بلل کېږي.
