په بغلان کې د ۳۰۰ ټنه مایع ګازو زېرمو د پروژې تخنیکي ارزونه ترسره شوه
۱۴۴۷/۱۱/۲۵
د کور او ښار جوړولو وزارت، د ښاري سرغړونو او د پروژو پر تطبیق د څار محترم عمومي ریاست اړوند د ساختماني او زیربنایي پروژو د تطبیق د څار ریاست تخنیکي ټیم، د بغلان ولایت د کیله ګي ولسوالۍ د بوغابي کلي اړوند د ۳۰۰ ټنه مایع ګازو زېرمو د پروژې له وضعیت څخه تخنیکي ارزونه او ساحوي څارنه ترسره کړه.
د څارنې موخه د پروژې د اوسني وضعیت ارزونه، د رامنځته شوو ستونزو او ترمیمي چارو بررسی، او د ساحوي ساختماني فعالیتونو د تخنیکي اسنادو او قراردادونو سره د مطابقت ارزول وو.
د تخنیکي ارزونې پر مهال ساحوي انجینرانو ته لازمې لارښوونې وشوې، څو ټولې چارې د ملي او نړیوالو معیارونو، تخنیکي اسنادو او د کاري مصؤنیت اصولو سره سمې پر مخ یووړل شي.
د مایع ګازو د زېرمو پروژې د انرژۍ د زیربناوو له مهمو برخو څخه شمېرل کېږي، چې تخنیکي څارنه او د معیارونو مطابق تطبیق یې د خوندي استفادې او دوامدارو خدماتو لپاره ځانګړی اهمیت لري.
