په غزني ښار کې د نوو ودانیزو پروژو له چارو تخنیکي څارنه ترسره شوه
۱۴۴۷/۱۱/۲۴
د غزني ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د ښاري سرغړونود مخنیوي تخنیکي ټیم د غزني ښار اړوند د لومړي او دوهم پلان په ساحو کې د تازه پیل شوو ودانیزو چارو څخه ساحوي څارنه ترسره کړه.
د څارنې پر مهال د روانو ساختماني پروژو وضعیت له نږدې وڅېړل شو او د ودانیزو کارونو د کیفیت او د ښاري اصولو د رعایت په برخه کې ارزونه وشوه.
د څارنې په ترڅ کې د پروژو مالکینو ته لازم تخنیکي هدایت ورکړل شو، څو خپلې ساختماني چارې د منظور شوو نقشو او ښاري پلانونو مطابق پر مخ یوسي او د نافذه مقرراتو مراعت وکړي.
