د کندهار ولایت په پنځلسمه ناحیه کې د ښاري سرغړونو د مخنیوي په موخه تخنیکي نظارت ترسره شو
۱۴۴۷/۱۱/۱۲
د کندهار ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند تخنیکي ټيم د ښاري سرغړونو د مخنیوي په موخه د کندهار ښار په پنځلسمه ناحیه کې له هغو ساختماني چارو څخه ساحوي تخنیکي نظارت ترسره کړ.
د نظارت په جریان کې د الحافظ پلازا د ودانیزو چارو له بهیر څخه هم څارنه ترسره شوه، چې په ترڅ کې څرګنده شوه د ښاروالۍ له لوري ورکړل شوی سایت پلان په ساحه کې په سمه توګه نه دی تطبیق شوی او د منظور شوې نقشې خلاف ځینې ساختماني فعالیتونه ترسره شوي دي.
له همدې امله د یادې پروژې د کارونو بهیر په موقتي ډول ودرول شو او د ښاروالۍ اړوند مرجع ته د اصلاح په موخه په رسمي ډول مکتوبي مراجع ترسره شوه، څو د تخنیکي ارزونې او لازم اصلاح وروسته د قانوني چوکاټ مطابق د کار د بیا پیل په اړه لازم تصمیم ونیول شي.
د دې نظارت اساسي موخه د نافذه ښاري پلانونو تطبیق، د غیرمعیاري ودانیزو فعالیتونو مخنیوی او د ښاري نظم تأمین بلل کېږي.
