سرپل ولایت کې د یو استنادي کانال د ودانیزو چارو څارنه وشوه
۱۴۴۷/۱۰/۱۸
د سرپل ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند تخنیکي ټیم له لوري، د یو استنادي کانال د ودانیزو چارو له روان بهیر څخه ساحوي څارنه ترسره شوه.
د څارنې په ترڅ کې څرګنده شوه، چې دمګړۍ په ساحه کې د کانال سنګ کاري، د سیخ تړلو، کانکریټ اچونې او نورې اړوندې چارې روانې دي، چې د تخنیکي ټیم له لوري تر دقیقې ارزونې لاندې ونیول شوې.
د نظارت پر مهال، د قراردادي شرکت مسؤلینو ته لازمې لارښوونې وشوې، چې له مخې یې باید ټولې چارې د منظور شوې نقشې مطابق او د انجنیري اصولو په رڼا کې ترسره شي، د کار کیفیت ته جدي پاملرنه وشي او د پروژې ټول پړاوونه په معیاري ډول پر مخ یووړل شي.
همدارنګه ټینګار وشو، چې د کار بهیر باید منظم وساتل شي او د تطبیق پر مهال دې تخنیکي معیارونه په بشپړ ډول رعایت شي.
