د کابل ښار په نهمه ناحیه کې د ښاري تخلفاتو د مخنیوي په موخه څارنه ترسره شوه
۱۴۴۷/۱۰/۱۲
د ښاري تخلفاتو د مخنیوي محترم ریاست اړوند تخنیکي ټیمونو له لوري، د کابل ښار د نهمې ناحیې اړوند په بېلابېلو ساحو کې د ښاري تخلفاتو د مخنیوي په موخه ساحوي څارنه ترسره شوه.
دغه څارنه د کور او ښار جوړولو وزارت اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي او د پروژو پر تطبیق د څار محترم عمومي ریاست د هدایت پر بنسټ ترسره شوه.
له یادې څارنې موخه دا وه، چې په یادو سیمو کې د ښاري اصولو د تطبیق وضعیت وڅېړل شي او د غیرقانوني جوړونو او ناسمې کارونې مخه ونیول شي.
د نظارت په ترڅ کې، د مکرویانو درېیم بلاک له مربوطاتو څخه، د عزیزی پلازې مخې ته تر درېیم سړک پورې او د قاضي پلازا شاته سیمې تر پوښښ لاندې ونیول شوې، چې پکې بېلابېلې ساحې وکتل شوې.
د ارزونې پر مهال څرګنده شوه، چې په ځینو ریزرفي او شنو ساحو کې د دوکانونو او ودانیو جوړېدل ترسره شوي، چې د لا زیاتو تخنیکي څېړنو اړتیا لري.
همدارنګه ټینګار وشو، چې ریزرفي او شنې ساحې ځانګړی اهمیت لري او د دغو ساحو د کارونې هر ډول بدلون باید د نافذه قوانینو او قانوني مراحلو له مخې ترسره شي.
په پای کې، د تخنیکي ټیمونو مشاهدات ثبت شول او ټاکل شوې ده، چې د ارزونې پایلې د تخنیکي راپور په بڼه اړوندو مراجعو ته وړاندې شي، څو د قانوني پرېکړې لپاره لازم اقدامات ترسره شي.
