د مزارشریف په درې ناحیو کې د ښاري تخلفاتو څارنه تر سره شوه
۱۴۴۷/۱۰/۱۲
د ښاري تخلفاتو د مخنیوي اړوند تخنیکي ټیم له لوري، د مزارشریف ښار په لومړۍ، څلورمې او پنځمې ناحیو کې د ښاري تخلفاتو د مخنیوي او د ښاري پلانونو د سم تطبیق په موخه ساحوي څارنه ترسره شوه.
دغه څارنه د کور او ښار جوړولو وزارت اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي او د پروژو پر تطبیق د څار محترم عمومي ریاست د هدایت پر بنسټ ترسره شوه.
له یادې څارنې موخه دا وه، چې د ښاري پلانونو د تطبیق وضعیت وڅېړل شي او د خپلسرو او غیرقانوني تاسیساتو د جوړېدو مخه ونیول شي.
د نظارت په ترڅ کې، د ۱۳ بېلابېلو ساختماني فعالیتونو څخه لیدنه او ارزونه ترسره شوه، چې د هغو د قانوني وضعیت ارزونه هم وشوه.
د ارزونې پر مهال، د یادو ساختماني فعالیتونو له مالکینو غوښتنه وشوه، چې خپل قانوني اسناد او مدارک اړوند مدیریت ته وسپاري، څو د هغو پر بنسټ لازم اجرات ترسره شي.
دا څارنه د دې لپاره ترسره شوه، چې په ښاري سیمو کې د غیرقانوني جوړونو مخه ونیول شي او د ښار جوړونې اصولو سره سم منظم ښاري پراختیا تأمین شي.
په پای کې، د تخنیکي ټیم مشاهدات ثبت شول او ټاکل شوې ده، چې د ارزونې پایلې د تخنیکي راپور په بڼه اړوندو مراجعو ته وړاندې شي، څو د قانوني پرېکړې لپاره لازم اقدامات ترسره شي.
