د پکتیا ولایت په رباط کډوالو ښارګوټي کې د راستنو شوو مهاجرو کورنیو لپاره سل کورونه جوړېږي، چې له چارو یې څارنه ترسره شوه
۱۴۴۷/۹/۲۰
د پکتیا د کور او ښار جوړولو محترم نوي ګمارل شوي رئیس د (دارالقرار) پنډغالي له ودانیزو چارو لیدنه او ارزونه وکړه.
د پکتیا ولایت د کور او ښار جوړولو محترم رئیس قاري فضل الرحمن منصور، د خپل ریاست اړوند تخنیکي او مسلکي ټیم سره په ګډه د پکتیا ولایت د رباط کډوالو ښارګوټي اړوند د دارالقرار پنډغالي له ودانیزو چارو لیدنه او ارزونه وکړه.
د یادې لیدنې په مهال د پروژې ترسره شوې ودانیزې چارې له نږدې وکتل شوې او د کار د کیفیت او تخنیکي معیارونو ارزونه هم وشوه.
د پکتیا ولایت د رباط کډوالو ښارګوټي کې د قطر هېواد په مالي ملاتړ د «دارالقرار پنډغالي» تر نوم لاندې د کډوالو لپاره سل (۱۰۰) استوګنیز کورونه جوړېږي.
د اقلیمي شرایطو او د ژمي د سختې هوا له امله د یادې پروژې ساختماني چارې د لنډ مهال لپاره ځنډېدلې وې، خو ټاکل شوې ده چې د هوا له ښه کېدو سره سم به په نږدې راتلونکې کې د پروژې چارې بېرته پیل شي.
د یادې پروژې له بشپړېدو سره به ګڼ شمېر راستنې شوې مهاجرې کورنۍ د سرپناه له اسانتیاوو څخه برخمنې شي.
