په فاریاب ولایت کې د افغانستان بانک له رغنیزو چارو څارنه وشوه
۱۴۴۷/۰۹/۲۰
د فاریاب ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټيم د افغانستان بانک له رغنیزو چارو څارنه وکړه.
ښاغلي رئیس وویل، د ممینې ښار د افغانستان بانک د اداري تعمیر رغنیزې چارې روانې وي، چې د دې ریاست د تخنیکي ټيم لخوا یې څارنه وشوه او د قراردادي شرکت مسؤلینو ته سپارښتنه وشوه چې چارې په منظم ډول تر سره کړي.
د کور او ښآر جوړولو وزارت مرکزي او ولایتي ټیمونه د پروژو له چارو څارنه کوي، تر څو چارې په معیاري شکل تر سره شي.
