د کور او ښار جوړولو په وزارت کې د مالي او اداري چارو د برېښنایي کېدو لومړنۍ چارې پیل شوې
۱۴۴۷/۰۹/۱۱
د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم مالي او اداري مرستیال مولوي محمد رباني ناصح په مشرۍ، د یاد وزارت د اړوند ریاستونو د رئیسانو او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ محترم وزارت د انجنیرانو ترمنځ ګډه ناسته وشوه.
په دغه ناسته کې، د کور او ښار جوړولو وزارت د اداري او مالي چارو د برېښنایي کېدو پروسه په رسمي ډول پیل شوه.
په دې پروسه کې به د وزارت اړوند اداري چوکاټ، د کارکوونکو چارې، مالي بهیر، تدارکات، تشکیلات، د اسنادو پړاونه او نور پرمختګونه په برېښنایي ډول منظم مدیریت شي.
اړوندو ریاستونو خپلې چارې او کاري بهیرونه تشریح کړل، تر څو د ډیجټلي کېدو پروسه د پلان مطابق او په اغېزمن ډول پر مخ ولاړه شي.
دغه چاره د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ د محترم وزارت په همکارۍ او همغږۍ پر مخ وړل کېږي، چې خپل داخلي سیستم دی او له مخې به یې، په وزارت کې چارې معیاري، رڼې، چټکې او پرمختللې راشي.
د کور او ښار جوړولو وزارت محترم مالي او اداري مرستیال مولوي محمد رباني ناصح ټینګار وکړ، چې یاده پروسه ده ژر عملي او د اړتیا په صورت کې دې اړوند ریاستونه له متخصص ټیمونو سره بشپړه همکاري وکړي.
د اداري چارو برېښنایي کول د معاصرې حکومتولۍ له مهمو اړتیاوو څخه ګڼل کېږي، چې موخه یې د کاغذي بهیرونو کمول، د بشري تېروتنو مخنیوی، د چارو چټکتیا او د اداري شفافیت پیاوړتیا ده.
