سرپُل ولایت کې د تېلو د زېرمتون د لیترسنج د نصب بهیر له چارو څارنه وشوه
۱۴۴۷/۹/۱۱
سرپُل ولایت کې د د افغانستان بانک ولایتي مدیریت اړوند د تېلو د زېرمتون د لیترسنج د نصب بهیر له چارو څارنه وشوه.
دغه څارنه، په یاد ولایت کې د د افغانستان بانک محترم عمومي مدیریت د غوښتنې پر بنسټ ترسره شوه، چې له مخې یې د تېلو د زېرمتون د لیترسنج د نصب بهیر څخه لازم نظارت او مراقبت ترسره شو.
د څارنې پر مهال د حجمونو او په ساحه کې د موجوده موادو په تړاو ځینې بېلابېل موضوعات مطرح وو، چې د اړوندې ادارې سره په همغږۍ حل او فصل شول.
همداراز قراردادي شرکت ته د کار د معیاري تطبیق او تخنیکي اصولو د مراعات په اړه لازمې لارښوونې او سپارښتنې وشوې.
د کور او ښار جوړولو وزارت سپارښتنه کوي، چې د ودانیزو موادو کیفیت دې د ملي معیارونو مطابق وازمویل شي او له غیر معیاري موادو څخه دې په جدي توګه مخنیوی وشي.
دغه راز سپارښتنه کوي چې ټولې پروژې دې د منظور شوو نقشو، تخنیکي مشخصاتو او معیارونو له مخې عملي شي او د تطبیق په هر پړاو کې دې تخنیکي ټیمونه دوامداره څارنه ترسره کړي.
