په لغمان کې د کافرګله پلان مهاجرینو ښارګوټي لپاره د څښاک اوبو رسولو پروژه پیل شوه
۱۴۴۷/۹/۲
د لغمان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست له لوري د کافرګله پلان مهاجرینو ښارګوټي کې د (۸۹۰) کورنیو لپاره د څښاک اوبو رسولو پروژې د پیل رسمي مراسم ترسره شول.
په یادو مراسمو کې، د لغمان محترم والي، قاري محمدبختیار معاذ، د کور او ښار جوړولو رئیس مولوي حسین احمد تېلوي، د امارتي ادارو رئیسانو، قومي مشرانو او یو شمېر مهاجرینو ګډون کړی وو.
په مراسمو کې، د لغمان ولایت محترم والي د یادې پروژې پر ارزښت خبرې وکړې او زیاته یې کړه، د دې پروژې په بشپړېدو سره به د مهاجرینو په ښارګوټي کې د راستنو شوو مهاجرو کورنیو د اوبو د کمښت ستونزه تر ډېره بریده حل شي.
د کور او ښار جوړولو وزارت، د پاکو اوبو برابرول د مهاجرینو له اساسي اړتیاوو څخه ګڼي او د دې پروژې په پلي کېدو سره به (۸۹۰) کورنۍ د معیاري او دوامدارو اوبو له خدمت څخه برخمنې شي.
د کور او ښار جوړولو وزارت ژمن دی، چې د مهاجرینو د هوساینې لپاره په ښارګوټو کې د لومړنیو خدماتو لکه جوماتونو، مدرسو، د څښاک اوبو رسولو، سړکونو، کلینیک او ښوونځیو جوړولو او نورو بنسټیزو خدمتونو پراختیا ته لومړیتوب ورکړي.
یاده پروژه د مهاجرینو د ژوند د اسانتیا، عامه روغتیا د خوندیتوب او د بنسټیزو خدمتونو د پیاوړتیا په برخه کې یو مهم ګام بلل کېږي.
