په فراه ولایت کې د گلستان ولسوالۍ په توت سیمه کې د مسجد شریف له ودانیزو چارو څارنه وشوه
۱۴۴۷/۰۸/۱۴
د فراه ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم د گلستان ولسوالۍ په توت سیمه کې د یو باب مسجد شریف له ودانیزو چارو څارنه وشوه.
د فراه ولایت د کور او ښار جوړولو محترم رئیس وویل، چې د مسجد شریف د داخلي دیوالونو کاشي کاري او د مسجد دننه پارکینګ جوړول د مشخصاتو مطابق روان دي او د پروژې فزیکي پرمختګ یې تر اوسه ۶۳٪ رسېدلی دی..
د فراه ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د ښارونو د معیاري پراختیا په موخه ټولې پروژې تر دقیقې څارنې لاندې ساتي، څو کارونه په پایدار، اصولي او معیاري ډول بشپړ شي.
