په بلخ ولایت کې د البرز ولسوالۍ د ښاري پلان د جوړولو په موخه توپوګرافي سروې ترسره شوه
۱۴۴۷/۰۸/۱۳
د بلخ ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم د البرز ولسوالۍ د ښاري پلان د جوړولو په موخه د یادې ولسوالۍ توپوګرافي سروې په بریالیتوب سره بشپړه کړه.
البرز ولسوالۍ چې په دې وروستیو کې د اسلامي امارت د مشرتابه حفظه الله د حکم پر بنسټ یې تشکیلات منظور شوي او اداري ودانۍ یې هم جوړې شوې دي، د منظم ښاري پلان له نشتوالي سره مخ وه، له همدې امله د ښاري پلان جوړولو ته بېړنۍ اړتیا موجوده وه، څو د ولسوالۍ بازار، سړکونه، عامه تاسیسات او د استوګنې هغه سیمې چې په راتلونکي کې به پراخېږي، د یو معیاري او منظم ښاري پلان له مخې تنظیم او ورغول شي.
د همدې اړتیا له مخې، د البرز ولسوالۍ د غوښتنې او د ولایت مقام د لارښوونې پر بنسټ، د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم یاده توپوګرافي سروې ترسره کړه، ټاکل شوې ده چې د دې سروې پر بنسټ به په نږدې راتلونکي کې د ولسوالۍ ښاري طرحه ترتیب او د منظورۍ لپاره به د کور او ښار جوړولو وزارت مقام ته واستول شي.
د یاد ښاري پلان له منظورېدو سره به د البرز ولسوالۍ د ښار د پراختیا لیدلوری روښانه شي، استوګنیزې، سوداګریزې او عامه سیمې به مشخصې شي او د ښار راتلونکی انکشاف به د همدې پلان پر بنسټ تنظیم شي.
