په فراه ولایت کې د مسجد شریف له ودانیزو چارو څارنه وشوه
۱۴۴۸/۰۸/۱۳
د فراه ولایت کور او ښآر جوړول ریاست د تخنیکي ټيم لخوا په بندر شیخ ابو نصر فراهی سیمه کې د مسجد شریف د جوړولو له ودانیزو چارو څارنه تر سره شوه.
د څارنې په ترڅ کې، قراردادي شرکت ته لارښوونه وشوه چې د پروژې ټولې چارې د منظور شوو نقشو، د احجامو د لېست (Bill of Quantities) او د قرارداد له شرایطو سره سم په ساحه کې تطبیق کړي، همداراز ټینګار وشو چې تازه اچول شوي کانکریټ ته منظم او پر وخت اوبه ورکول یقیني کړي، څو د ساختماني کیفیت معیارونه مراعات شي.
د کور او ښار جوړولو وزارت تخنیکي ټيمونه په مرکز او ولایتونو کې د ودانیزو پروژو د کیفیت د تضمین په موخه، دوامداره تخنیکي څارنه ترسره کوي، څو چارې د معیارونو او تخنیکي اصولو سره سم پر مخ ولاړې شي.
