څه باندې پنځه نیم زره استوګنیزې نمرې د باعزته دایمي ژوند کولو په موخه مهاجرینو ته وېشل شوي
۱۴۴۷/۸/۵
د کور او ښار جوړولو وزارت له لوري، له ګاونډیو هېوادونو جبري راستنېدونکو مهاجرو ته د دایمي مېشتېدنې او باعزته ژوند کولو په موخه د ځمکو د نمرو وېش ګړندی شوی دی.
د کور او ښار جوړولو وزارت په مشرۍ، د مهاجرینو د دایمي مېشتېدنې او ځمکو د وېش کمېټې په تېره اوونۍ کې جبري راستنېدونکو مهاجرو کورنیو ته د دایمي استوګنې په موخه د ځمکو د نمرو وېش ترسره کړ.
د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیبالله حیات حقاني له لوري د منظور شوو تفصیلي پلانونو له مخې، په کونړ، لغمان، ننګرهار، کندز، بامیان، میدان وردګ او کندهار ولایتونو کې د ځمکو وېش پیل دی او لا دوام لري.
په کونړ ولایت کې ۱۶۷ راستانه شوو مهاجرو کورنیو ته د ځمکو توزیع ترسره شوې، چې له دې سره تر دې مهاله د ۳۵۱ کورنیو لپاره د ځمکو ویش بشپړ شوی دی.
لغمان ولایت کې ۱۲۳ راستانه شوو کورنیو ته ځمکې وېشل شوې، چې ټولیزه شمېره یې تر دې دمه ۸۴۵ نمرو ته رسېږي.
دغه راز، ننګرهار ولایت کې ۲۷۰ راستانه شوو کورنیو ته د ځمکو وېش ترسره شوی، چې تر دې مهاله ۶۳۳ کورنیو ته توزیع شوې ده.
کندز ولایت کې ۷۶ راستانه شوو کورنیو ته د ځمکو وېش شوی، او ټولیزه شمېره ۸۱۱ کورنیو ته رسېدلې ده.
همدارنګه، په میدان وردګ ولایت کې ۷۵ راستانه شوو کورنیو ته د ځمکو توزیع شوې ده او په کندهار ولایت کې بیا د قرعهکشۍ له بهیر وروسته ۲۰۰۰ راستانه شوو کورنیو ته د ځمکو وېش ترسره شو.
د یادونې وړ ده چې، د کور او ښار جوړولو وزارت یوازې د تېرې اوونۍ په ترڅ کې ۲۷۱۱ راستانه شوو کورنیو ته د دایمي مېشتېدنې په موخه ځمکې وېشلې دي، او په ټولیز ډول تر دې مهاله ۵۵۴۲ راستانه شوو مهاجرو کورنیو ته د ځمکو توزیع بشپړه شوې ده او لا هم دوام لري.
