په ارزګان ښار کې د ښاري سرغړونو د مخنیوي لپاره نظارت ترسره شو
۱۴۴۷/۰۷/۲۱
د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د ښاري سرغړونو تخنیکي ټیم له لوري د ارزګان ښار د ټولو ناحیو څخه نظارت ترسره شو.
د یاد نظارت موخه د ښاري سرغړونو مخنیوی او د ودانیزو چارو څارنه وه، چې د نظارت پر مهال، د ښار په درېیمه ناحیه کې د استوګنیزې نمره کې سوداګریزې هټۍ جوړې شوې وې چې ودانیزې چارې ودرول شوې.
همدارنګه، نورو ښاریانو ته سپارښتنه وشوه چې خپل تاسیسات د منظور شوو ښاري پلانونو او د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم مقام د طرزالعمل مطابق ترسره کړي، همدراز د ښار اوسېدونکو ته د ښاري پلانونو اړوند لازم معلومات ورکړل شول، شنې، استوګنیزې او سوداګریزې ساحې ورته په نښه او تشریح شوې.
