په بلخ ولایت کې د مهاجرینو د ښارګوټي د خط اچونې چارې په چټکۍ سره روانې دي
۱۴۴۷/۰۷/۱۰
په بلخ ولایت کې د مهاجرینو لپاره د ښارګوټي د خط اچونې چارې په منظم او چټک ډول دوام لري، د اړوندو ادارو تخنیکي ټیمونه په ساحه کې فعال حضور لري او هڅه کوي چې چارې د ټاکل شوې نقشې او تخنیکي معیارونو سره سم پر مخ یوسي، تر څو د پروژې راتلونکې پړاوونو ته زمینه برابره شي.
د یادو چارو چټکتیا د دې ښکارندویي کوي چې د مهاجرینو د مېشتېدو لپاره دایمي او منظم استوګنیز چاپېریال رامنځته شي.
د دې پروژې موخه د مناسب استوګنځای برابرول، د ښاري خدمتونو تنظیم او د ټولنیز ثبات پیاوړتیا ده، چې د بشپړېدو سره به زرګونو مستحقو مهاجرو کورنیو ته د ژوند اسانتیاوې برابرې شي.
