په خوست ولایت کې د معتادینو د درملنې مرکز د ودانیزو چارو نظارت ترسره شو
۱۴۴۷/۰۷/۰۸
د خوست ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د نظارت او مراقبت انجینري ټیم له لوري د خوست عامې روغتیا ریاست اړوند د معتادینو د درملنې د نوي (۸۰) بستریز روغتون له ودانیزو چارو څارنه وشوه.
د خوست ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس ووویل، د نظارت پر مهال په ساحه کې د چت قالب بندۍ او سیخ بندۍ چارې بشپړې شوې وې او د چت کانکریټي کارونه د تطبیق په حال کې وو. د انجینري ټیم له خوا د ودانیزو کارونو د لا ښه والي په موخه ساحوي انجینر سره تخنیکي نظریات او مسلکي لارښوونې شریکې شوې.
د خوست ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د عامه تاسیساتو او زیربنایي پروژو د معیاري تطبیق په موخه د ودانیزو پروژو دوامداره نظارت ترسره کوي. دا نظارتونه د دې لپاره کېږي تر څو پروژې د تخنیکي معیارونو، انجینري اصولو او دولتي مشخصاتو مطابق تطبیق شي او د عامه خدمتونو د ودې او دوامدارې زیربنا د رامنځته کولو سبب وګرځي.
