د فاریاب په دولت اباد کې د مهاجرینو د ښارګوټي اړوند د سړکونو د رغونې کارونه په پراخ ډول روان دي
۱۴۴۷/۷/۷
د فاریاب ولایت د دولتاباد ولسوالۍ د مهاجرینو د ښارګوټي د پلان دننه د سړکونو د کرښو اېستلو او جغل اچولو چارې په رسمي ډول پیل شوې دي.
دغه چارې د ښارګوټي د بنسټیزو اسانتیاوو پراختیا او د اوسېدونکو لپاره د تګ راتګ اسانه کولو په موخه ترسره کېږي.
د فاریاب ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم د یادې پروژې له چارو له نږدې څارنه وکړه، د کار د کیفیت، تخنیکي معیارونو او د تطبیق د څرنګوالي ارزونه یې وکړه او په ساحه کې یې مسؤلو انجنیرانو ته لازمې لارښوونې وکړې.
د پروژې چارې په پوره چټکتیا روانې دي او د کور او ښار جوړولو وزارت له خوا د منظور شوي تفصیلي پلان سره سم عملي کېږي.
د یادونې وړ ده چې د دې پروژې له بشپړېدو سره به د مهاجرینو د ښارګوټي اړوند د ځینو ستونزو په حل کې مهم بدلون راشي او د سیمې د عمومي پرمختګ لپاره به زمینه برابره شي.
