د بلخ ولایت د مهاجرینو ښارګوټي له چارو تخنیکي څارنه وشوه
۱۴۴۷/۰۶/۳۰
د بلخ ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم په بلخ ولایت کې د مهاجرینو د ښارګوټي د خط اچونې او سړک جوړونې له چارو څارنه وکړه.
نوموړي زیاته کړه چې د مهاجرینو د ښارګوټي د خط اچونې چارې تر دې وړاندې پیل شوې وې او دا مهال یې د روانو فعالیتونو له بهیر څخه تخنیکي څارنه ترسره شوې ده، تر څو چارې د ټاکل شوو نقشو او ښاري معیارونو سره سم پر مخ ولاړې شي.
د یادونې وړ ده چې د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم هڅه کوي چې د ښارګوټي اړوند ټولې چارې په معیاري ډول ترسره شي، څو د مهاجرینو لپاره منظم او معیاري استوګنیز چاپېریال برابر شي.
