په نیمروز ولایت کې د دلارام ولسوالۍ د روغتیايي کلینیک له ودانیزو چارو څارنه وشوه
۱۴۴۷/۰۶/۲۷
د نیمروز ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم د دلارام ولسوالۍ د شاهي پایین سیمې د روغتیايي کلینیک د جوړولو پروژې د روانو چارو تخنیکي څارنه ترسره کړه.
د نیمروز ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم وایي، د څارنې پر مهال ولیدل شول چې د کلینیک په ساحه کې یو شمېر مهمې چارې په ښه ډول روانې دي.
ښاغلي رئیس وویل، د تخنیکي ټیم د ارزونې له مخې، دا مهال د عامه دروازو رنګمالۍ، د اصلي تعمیر د سنګ کارۍ رنګمالۍ، د ګلدانونو د کرب تیږو رنګمالۍ، د سولر سیسټمونو نصب، د تعمیر دننه د صحي الماریو نصب، او همدارنګه د نارینه او ښځینه وو لپاره د انتظار خونو د چوکیو نصب روان دی.
د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم د کار د لا ښه کیفیت د تأمین په موخه قراردادي شرکت ته لازمې تخنیکي مشورې او سپارښتنې هم وړاندې کړې دي.
د دلارام ولسوالۍ د روغتیایي کلینیک پروژه د سیمې د اوسېدونکو لپاره د لومړنیو روغتیایي خدمتونو د پراختیا په موخه پلي کېږي.
