فراه کې د غيرقانوني او د تفصيلي پلانونو خلاف جوړښتونو مخنیوی وشو
۱۴۴۷/۶/۱۹
د کور او ښار جوړولو وزارت، له ښاري سرغړونو د مخنیوي او د پروژو پر تطبیق د څار محترم عمومي ریاست وایي، د ښاري تخلفاتو د مخنیوي انجینر د فراه ښار د څلورمې ناحیې اړوند ساحې څخه لیدنه وکړه.
د دې نظارت په جریان کې ولیدل شول چې د یو ساختمان د جوړولو کار په خپله سر، پرته له قانوني جواز او تخنیکي اسنادو، روان و.
د کور او ښار جوړولو وزارت اړوند مسؤل انجنیر له یاد غیر قانوني کار مخنیوی وکړ او مالک ته یې یادونه وکړه چې هېڅ ډول ساختماني کار چې د تفصیلي پلانونو خلاف وي، د منلو وړ نه دی.
دغه راز، د ودانۍ مالک ته چې تخلف یې کړی لارښوونه وشوه چې مکلف دی ترڅو په ټولو ساختماني چارو کې د کور او ښار جوړولو وزارت نافذه قوانین او مقررات مراعت کړي.
د کور او ښار جوړولو وزارت له ټولو هېوادوالو غوښتنه کوي چې له ښاري بې نظمیو ډډه وکړي او د خپلو ابادیو په مهال دې د دغه وزارت اصول او مقررات په پام کې ونیسي.
