نهرسراج ولسوالۍ کې د نوي بشپړ روغتیايي کلینیک له چارو څارنه وشوه
۱۴۴۷/۶/۱۹
د کور او ښار جوړولو وزارت، له ښاري سرغړونو د مخنیوي او د پروژو پر تطبیق د څار محترم عمومي ریاست په لارښوونه د هلمند ولایت په نهرسراج ولسوالۍ کې د یو بشپړ روغتیایي کلینیک له ودانیزو چارو څارنه ترسره شوه.
دغه څارنه په هلمند ولایت کې د کور او ښار جوړولو محترم ریاست د تخنیکي ټیم له لوري ترسره شوه، چې په کې د UNHCR په مالي لګښت د جوړېدونکي کلینیک چارې و ارزول شوې.
یاد کلینیک په نهرسراج ولسوالۍ کې د یخچال ساحې اړوند سیمه کې جوړېږي چې د مسؤلینو په خبره د جوړولو چارې یې وروستیو پړاوونو ته رسېدلې دي.
یاد کلینیک به د هلمند ولایت د عامې روغتیا محترم ریاست تر ادارې لاندې فعالیت کوي او د سیمه ییزو خلکو لپاره به د روغتیایي خدماتو یو مهم مرکز وي.
د هلمند ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د تخنیکي ټیم ویلي کله یې چې له یادې پروژې لیدنه کوله په پروژه کې عملاً د ودانۍ د خونې رنګول، د الماریو نصب او د ودانۍ او د ساحې عمومي صفایي چارې روانې وې.
په وروستیو کې، د څارنې ټیم له لوري د شرکت مسؤل انجینر ته اړینې سپارښتنې او لارښوونې شوې دي.
د پروژې مسؤلین هیله لري چې د کارونو له بشپړېدو سره به سیمه د معیاري او ښه روغتیايي خدمتونو له یو نوي مرکز څخه برخمنه شي.
