په کندهار کې د مهاجرینو د ښارګوټي تفصیلي پلان لاسلیک شو
۱۴۴۷/۰۶/۱۰
د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني د کندهار ولایت د زیړۍ ولسوالۍ د مهاجرینو د ښارګوټي تفصیلي پلان لاسلیک کړ.
د مهاجرینو د کمېټې د دارالانشا مسؤول انجنیر فهیم الله ذکریا وایي، چې یاد ښارګوټی به په نږدې ۳۰۰۰ جریبه ځمکه کې جوړېږي او ټولټال ۳۱۴۱ استوګنیزې نمرې لري، دغه نمرې د ۵، ۱۰ او ۱۵ بسوې په کچو وېشل شوې دي چې موخه یې د مهاجرینو او اړمنو کورنیو لپاره د منظم، معیاري او دایمي استوګن ځایونو برابرول دي.
د پلان له لاسلیک وروسته تخنیکي ټیمونه د عملي کار د پیل لپاره ګمارل شوي، چې د دې پروژې له بشپړېدو سره به لسګونه کورنیو ته سرپناه برابره شي.
په زېړۍ ولسوالۍ کې د مهاجرینو د ښارګوټي د جوړولو طرحه د سیمې لپاره د یو ستر ټولنیز او اقتصادي بدلون په توګه مطرح کېږي.
دا پروژه به نه یوازې مهاجریو کورنیو ته د باعزته ژوند زمینه برابره کړي، بلکې د سیمې د منظمې ابادۍ، متوازنې ودې او پایدار پرمختګ لپاره به یوه نوې دروازه پرانیزي، د پروژې له لارې به اساسي خدمتونه، معیاري عامه تاسیسات او منظم ښاري جوړښت رامنځته شي چې د خلکو د ژوند په کیفیت، د سیمې په امنیتي وضعیت او سیمه ییز اقتصاد باندې به مثبت او دایمي اغېز ولري.
