کاپیسا کې د تګاب فرهنګي مرکز د کانکریټ اچونې چارې وڅارل شوې
۱۴۴۷/۰۶/۰۶
د کاپیسا ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست مسؤلین وایي چې د یاد ریاست تخنیکي ټیم د تګاب ولسوالۍ د فرهنګي مرکز د کانکریټ اچونې د کیفیت د ارزونې، مراقبت او تخنیکي څارنې لپاره ساحې ته ورغلی و.
د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس انجنیر مرتضی صافی څرګندوي چې په ساحه کې د کانکریټ اچونې کار روان و، خو د معیاري کانکریټ پلانټونو او لازم تخنیکي تجهیزاتو د نشتون له امله په داسې پروژو کې ځینې وخت تخنیکي ستونزې رامنځته کېږي، په ځانګړي ډول په لیرې پرتو سیمو کې.
د نوموړي په خبره، د پروژې کار د نقشې، تخنیکي مشخصاتو او اصولو مطابق پر مخ روان دی. یوازینۍ ستونزه چې تر سترګو شوه هغه د لومړني سلمپ ټېسټ ناکامۍ وه چې پر وخت اصلاح او معیاري شوه.
د کور او ښار جوړولو ریاست په وینا، د اړتیا وړ اصلاحاتو له تطبیق وروسته د کانکریټ اچونې ټول بهیر په تخنیکي ډول د منلو وړ او د انجنیرۍ له معیارونو سره سم ترسره شو.
