په غزني کې د زراعت پوهنتون د هنګر او فارم ودانیزې چارې وڅارل شوې
۱۴۴۷/۰۵/۲۷
د غزني ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي نور ولي بلال متقي وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د غزني پوهنتون د زراعت پوهنځي اړوند د هنګر لیلیې او څېړنیز فارم له ودانیزو چارو څخه لیدنه او تخنیکي څارنه وکړه.
ښاغلي مولوي متقي وویل،د څارنې پر مهال څرګنده شوه چې په پروژه کې د رینګونو کانکریټ اچونه، د ګدام د دیوال پلستر او د فینسونو (چوکاټونو) نصبول جریان لري.
د نوموړي په خبره،تخنیکي ټیم د قراردادي شرکت مسؤلینو ته سپارښتنه وکړه چې د کانکریټ اچونې اړوند چارې ژر تر ژره عملي کړي، ځکه د هوا د سړېدو له امله د کار کیفیت اغېزمنېدای شي.
د کور او ښار جوړولو وزارت او اړوند ولایتي ریاستونه د عامه پروژو، په ځانګړي ډول د تعلیمي او څېړنیزو مرکزونو د ودانیزو چارو له پرمختګ څخه منظم تخنیکي نظارت کوي، څو ټول کارونه د انجینري معیارونو او تخنیکي اصولو پر بنسټ ترسره شي.
