د ښاري سرغړونو د مخنیوي تخنیکي ټیم د سردار محمد داود خان او توسعوي ښارګوټو څخه لیدنه وکړه
۱۴۴۷/۰۵/۱۹
د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمنان حقاني وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د سردار محمد داود خان او توسعوي ښارګوټو څخه د څارنې او ارزونې لیدنه ترسره کړه.
ښاغلي مولوي حقاني وویل، په یادو ښارګوټو کې د تېر وخت ځینې سرغړونې شتون لري، خو په اوس وخت کې هېڅ نوې سرغړونه تر سترګو نه شوه، په یاد ښارګوټي کې ټول سوداګریز مارکېټونه د تفصیلي پلان او تخنیکي مشخصاتو مطابق خپلې ودانیزې چارې پرمخ وړي او کومه تخنیکي ستونزه پکې نه ده لیدل شوې.
د نوموړي په خبره، همدارنګه، د څارنې پر مهال د جنوب ختیځ ښارګوټي یوه برخه هم وکتل شوه، چې د تخنیکي ارزونې پایلې یې د ښاري اصولو او پلانونو سره سمې وې.
د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست مسؤلینو ټینګار وکړ چې د یادو ښارګوټو د ودانیو پرمختګ به دوامداره څارل کېږي، څو د ښار جوړولو معیارونه، قانوني اصول او تفصیلي پلانونه په بشپړ ډول عملي شي.
د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست په منظم ډول د هېواد په بېلابېلو ښارونو او ښارګوټو کې د څارنې، ارزونې او عامه پوهاوي پروګرامونه پر مخ وړي، څو د غیرپلاني جوړښتونو مخه ونیول شي او د ښاري پرمختګ لپاره منظم او معیاري چاپېریال رامنځته شي.
