د پراختیایي پروژو د بودجې د لګښت او د پرمختګ د کچې په اړه خبرې وشوې
۱۸/۵/۱۴۴۷
د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم مالي او اداري مرستیال الحاج محمد ارسلاح خروټي په مشرۍ، او د اړوندو ریاستونو د رئیسانو او مسؤولینو په ګډون ناسته ترسره شوه.
په دغه ناسته کې، د کور او ښار جوړولو وزارت اړوند د پراختیایي پروژو د بودجې د لګښت او د چارو د پرمختګ په اړه بحث وشو.
ښاغلي مالي او اداري مرستیال الحاج محمد ارسلاح خروټي وویل، د وزارت د پراختیایي پروژو یو شمېر چارې تر سره شوي، چې ځینې یې په ټاکلي وخت بشپړې شوي او ځینې لا هم تر کار لاندې دي.
نوموړي زیاته کړه، باید د کار څرنګوالی، د بودجې لګښت او د پروژو ستونزې و ارزول شي او یو جامع راپور ترې چمتو او اړوندې ادارې ته وسپارل شي.
وروسته د تدارکاتو او مالي ریاستونو مسؤولینو د پراختیایي بودیجې او پروژو د پرمختګ، بشپړېدو، د کار د حجم او د بودجې د لګښت په اړه خپل معلومات وړاندې کړل.
د اړوندو ریاستونو مسؤلینو او استازو خپلې نظریې او وړاندیزونه د هغو پروژو د ستونزو د حل په اړه شریک کړل، چې لا تر اوسه بشپړې شوې نه دي او یا د تسلیمۍ په برخه کې یې ځنډ رامنځته شوی دی.
محترم مالي او اداري مرستیال ټینګار وکړ، چې هر ریاست دې په خپله برخه کې هڅه وکړي، تر څو پروژې په ټاکلي وخت بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي، او همدارنګه د قرارداد لرونکو شرکتونو د ودانیزو پروژو د پرمختګ له بهیر څخه دې دقیق نظارت وشي، څو کارونه په خپل ټاکلي وخت ترسره شي.
