د ښاري سرغړونو د مخنیوي تخنیکي ټیم د اداري اصلاحاتو ، کوچیانو او امرخېل ښارګوټو څخه لیدنه وکړه
۱۴۴۷/۰۵/۱۸
د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمنان حقاني وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د اداري اصلاحاتو ، کوچیانو او امرخېل ښارګوټو څخه د څارنې او ارزونې لیدنه ترسره کړه.
ښاغلي مولوي حقاني وویل، په یادو ښارګوټو کې د تېر وخت ځینې سرغړونې شتون لري، خو دا مهال هېڅ نوې سرغړونه نه ده تر سترګو شوې. د څارنې پر مهال د ښارګوټو اوسېدونکو ته یو ځل بیا عامه پوهاوی ورکړل شو، څو خپلې ودانیزې چارې د تفصیلي پلانونو مطابق پر مخ یوسي او د ښارونو د منظم جوړښت په ټینګښت کې مرسته وکړي.
مولوي عبدالمنان حقاني ټینګار وکړ چې د ښاري سرغړونو ریاست موخه د نظم، انضباط او معیاري ښاري پراختیا تأمینول دي، او ټول ښارګوټي باید د تخنیکي اصولو او قانوني پلانونو له مخې وده وکړي.
د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست د منظم ښاري پرمختګ او د غیرپلاني جوړونو د مخنیوي په موخه، په منظم ډول د هېواد په بېلابېلو ښارونو او ښارګوټو کې د څارنې او پوهاوي پروګرامونه پلي کوي، ترڅو د ښاري ژوند کیفیت لوړ او د دوامدارې ودې بنسټ ټینګ شي.
