په سرپل ولایت کې د درې تاریخي جوماتونو له رغنیزو چارو څارنه وشوه
۱۴۴۷/۰۵/۱۴
د سرپل ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس ملا محمد نور نوراني وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د ولایت په مرکز او اړوندو سیمو کې د دریو جوماتونو د ترمیم له چارو ارزونه ترسره کړه.
ښاغلي ملا نوراني وویل، یاد تخنیکي پلاوی د ارشاد، حج او اوقاف ریاست د وړاندیز او د سرپل ولایت د مقام د حکم پر اساس، د ضیبا قل بای کلي د مسجد شریف، د نوآباد عربیه د مسجد خیرالمدارس، او د مسجد امام صاحب جعفر د ترمیم چارو د څېړنې او ارزونې لپاره ګومارل شوی وو.
د نوموړي په خبره، هیئت د یادو جوماتونو له ساحو څخه هر اړخیزه کتنه وکړه او د ترمیم شوو برخو کیفیت یې د اړوندو انجینري معیارونو سره سم ارزیابي کړ. د تخنیکي ټیم د راپور له مخې، د ټولو یادو جوماتونو رغنیزې چارې د تړون او انجینري مشخصاتو مطابق په سمه توګه ترسره شوي دي.
د کور او ښار جوړولو وزارت د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د مذهبي او تاریخي ودانیو د ترمیم او ساتنې پروژې پلي کوي، ترڅو د فرهنګي میراثونو د خونديتوب او ښاري ښکلا د پیاوړتیا سبب شي.
