په سمنګان ولایت کې د مهاجرینو ښارګوټي د تفصیلي پلان خط اچونه رسماً پیل شوه
۱۴۴۷/۰۵/۰۵
د سمنګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي محمد امین نوري وایي، د یاد ریاست اړوند تخنیکي ټیم د مهاجرینو ښارګوټي د تفصیلي پلان د خط اچونې چارې رسماً پیل کړې.
دغه پروژه د سمنګان ولایت د مرکز ایبک ښار د کوتل دلخکي په سیمه کې موقعیت لري، چې د کور او ښار جوړولو وزارت د تخنیکي ټیم په همغږۍ عملي کېږي.
مولوي محمد امین نوري وویل، د ښارګوټي ټولیز مساحت شاوخوا ۲۱۱۳ جریبه ځمکه ده، چې په نقشه کې د رهایشي، خدماتي، سبزو، تفریحي او سوداګریزو ساحو لپاره ځانګړې شوې ده. په دې ښارګوټي کې به شاوخوا ۱۴۶۳استوګنیزې نمرې په بیلابیلو مساحتونو ۵، ۱۰ او ۱۵ بسوه طرحه او وویشل شي.
هغه زیاته کړه، د وزارت او ولایت رهبري هڅه کوي چې د پلان تطبیق په بشپړ شفافیت، همغږۍ او تخنیکي معیارونو سره ترسره شي.
د دې پروژې موخه د مهاجرینو او راستنو شوو کورنیو د استوګنې ستونزې حل او د ښار جوړولومنظم پرمختګ ته لاره هوارول دي.
