کور او ښار جوړولو وزارت، د یو شمېر بستونو لپاره ازموینه واخیسته

۱۴۴۷/۴/۱۹
د کور او ښار جوړلو وزارت د کار کوونکو چارو ریاست محترم رئیس مولوي عبدالولي ارکاني وایي، د یوې ازادې سیالۍ په ترڅ کې یې د (این، ټي، اې) په برخه کې ازموینه واخیسته.
ښاغلی مولوي ارکاني وایي، د یادو بستونو لپاره (۷۶۰) کسانو نوملیکنه کړې وه، چې له ډلې یې (۱۵) کسان په شرایطو برابر وپېژندل شول او ازموینه ترې واخیستل شوه.
نوموړي ټینګار وکړ چې د ازموینې بهیر له نوم لیکنې تر پای پورې په بشپړه روڼتیا سره ترسره شوی او هر هغه څوک چې په دې ازاده سیالۍ کې لوړې نمرې ترلاسه کړي، د ګټونکي په توګه به اعلان او په اړوند بست کې به وګمارل شي.
د کور او ښار جوړولو وزارت، هڅه کوي چې د ازموینو په ترسره کولو او د ازادې سیالۍ د زمینې برابرولو له لارې، متخصص، مسلکي او وړ کسان په بېلابېلو برخو کې په دندو وګماري.